پاکستانیانو د امریکې د مرستیال خارجه وزیر د ورتګ په وخت مظاهرې وکړې
اسلام آباد ته د امریکې د مرستیال خارجه وزیر له سفر سره هم مهاله د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې خلکو د امریکې خلاف مظاهرې ترسره کړې.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، لسګونه زره پاکستانیانو پرون د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان شهید قاسم سلیماني د انځورونو په اوچتولو سره، خپل هیواد ته د امریکې د خارجه وزیر د مرستیال الیس ولز Alice Wells له سفره قهر او غصه څرګنده کړه.
د پاکستان خلکو د امریکې خلاف شعارونو په ورکولو سره له امریکايي ترهګرو سره د اسلام آباد د جدي چلند غوښتنه وکړه.
پاکستاني مظاهره چیانو هم داشان د امریکې او صهیونیسټي رژیم د بیرغونو په سوزولو او د مقاومت له جبهې د ملاتړ په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې په خپل هیواد کښې به امریکايي ځواکونه پرې نږدي.
د پاکستان د ځینو ګوندونو مشرانو هم وویل چې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د شهادت تر څلویښتمې پورې به د هیواد په ټولو ښارونو کښې امریکايي ضده مظاهرې دوام ولري.