د پاکستان فوځي الوتکه نسکوره او تباه شوه
Feb 07, 2020 14:54 Asia/Kabul
د پاکستان د هوائي ځواک يوه فوځي الوتکه د پنجاب صوبې په شورکوټ کښې وغورزېده او تباه شوه.
د پاکستان د جنګ ورځپاڼې د يو تازه خبر له مخې د دغه هېواد د هوائي ځواک وناند وويل د دغه ځواک يوه مېراج نومې الوتکه د معمول مطابق د فوځي تربيتي الوت په دوران کښې د شورکوټ ښار په نزديو کښې ولويده او تباه شوه.
د دغه وياند مطابق د الوتکي پائيلټ په حفاظت سره په کوزېدو کښې کامياب شوه او په زمکه باندې هم د الوتکې د غورزېدو له کبله د څه مال او سر تاوانونو اطلاع نه ده ترلاسه شوې.
د پاکستان د هوائي ځواک د وياند مطابق د دغې پېښې د وجوهاتو په اړه د تحقيقاتو لپاره يوه د لوړې سطحې کميټي جوړه شوې او تحقيقات يې شروع کړي دي.