پاکستان او ایران د کورونا په هکله ملګرتیا کوي
(last modified Fri, 28 Feb 2020 00:34:54 GMT )
Feb 28, 2020 05:04 Asia/Kabul
  • پاکستان او ایران د کورونا په  هکله ملګرتیا کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن عایشه فاروقي وویل د کورونا وایروس د خپریدا د مخنیوي لپاره د ایران او د پاکستان د چارواکو ترمینځ نږدې تماسونه ټینګ دي .

هغې پرون وویل په ایران کښې د پاکستان سفارت او کنسولګریو د هیواد د زیارتوالو او د محصیلینو په شمول د خپلو ښاریزو د سلامتیا د تضمین لپاره له هیڅ اقدام څخه ډډه نه ده کړي او په دې زمینه کښې یې ضروري چارې غوره کړي دي .

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې میرمن عایشه فاروقي زیاته کړه اسلام اباد همدا اوس د ایران او د پاکستان ترمینځ د مسافر وړونکو الوتکو د الوتونو د ځنډولو لپاره کومه فیصله نه ده کړي خو د خپل هیواد د ښاریزو د سلامتیا د ساتلو لپاره به هر ډول اقدام ترسره کړي .

د پاکستان حکومت د سیند صوبې په کراچۍ ښار او اسلام اباد کښې په کورونا وایروس د دوو (۲) ککړو کسانو له تائیدیدا  وروسته په بلوچستان صوبې کښې ټول ښوونځي ، پوهنتونونه او پوهنځي چټي کړي دي او د سرحدي سیمو په شمول په بیلابیلو ښارونو کښې یې مخه نیونکي اقدامات ترسره کړي دي .

 

ټیګونه