پاکستان اېټاليا ته الوتونه لغو کړل
پاکستان د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د مارچ تر يو دېرشمې پورې اېټاليا ته نېغ په نېغه الوتونه لغو کړل.
د اېکس پرېس نيوز د رپوټ له مخې د پاکستان د هوائي چلن ادارې د يوې بيانيې په صادرولو سره پاکستان ته د اېټاليائي مسافرو ورتګ منعې او د اېټاليا مېلان ته يې خپل الوتونه اودرولي دي.
د پاکستان د ملي هوائي چلند په بيانيه کښې راغلي دي ټول هغه کسان چې د اروپائي هېوادونو مليت لري کولې شي د فرانسې پائتخت پېرس ښار ته د سفر لپاره د پاکستان له الوتکو استفاده وکړي او بيا دط خپل مقصد ته روان شي.
پاکستان له دې مخکښې هم په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو د کنټرول او مخنيوی لپاره چين او قطر ته خپل نېغ په نېغه الوتونه لغو کړي دي.
په پاکستان په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر نولسو تنو ته رسېدلے دے.