په پاکستان کښې د کورونا وړومبنے قرباني
Mar 18, 2020 05:08 Asia/Kabul
په پاکستان کښې د کورونا وائرسو له کبله وړومبنے مرګ ثبت شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د روغتيا د وزارت چارواکو پرون وويل، يو پاکستاني کس چې په کورونا وائرسو اخته ؤ د دغه هېواد د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې وفات شو.
دغو چارواکو په دغه هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو وروستے شمېر ۲۴۴ تنه اعلان کړ.
په پاکستان کښې په کورنا وائرسو له خپرېدو او ورباندې د اخته کسانو د شمېر مخ په زياتېدو له کبله د پاکستان د کرکټ نړيوال کپ سيالۍ چې پينځه کاله پس د وړومبي ځل لپاره په دغه هېواد کښې جوړېدې اودرولې شوې.