له کروناویروس سره دمبارزې لپاره له پاکستان سره نړیوالې مرستې پيل شوي
(last modified Thu, 19 Mar 2020 00:49:58 GMT )
Mar 19, 2020 05:19 Asia/Kabul
  • له کروناویروس سره دمبارزې لپاره له پاکستان سره نړیوالې مرستې پيل شوي

د پاکستان د روغتیائي چارو وزارت په رسمي اعلامیې کې وئيلی دي ، په دغه هیواد کې تر پرون ناوخت پورې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر دوه سوه څلور څلویښت تنو ته رسیدلی او په مردان کې دوو کسانو چې یو له سعودي عربستانه او بل هم له ترکیې بیرته ستون شوی ؤ ، ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ  دپاکستان خبری رسندویو پخپلو راپورونو کې وئيلي دي ، له دې وروسته چې  په پاکستان کې د کرونا ویروس خوریدا پیل شوي  او دپاکستان لومړی وزیر  پر نړیوالې ټولنې د مرستې غږ کړی ،د آسیا پراختیائي بانک په رسمي اعلامیې کې وئيل شوي دي ، له کروناویروس سره  دمبارزې لپاره  له پاکستان سره تر پنځوس میلیون ډالرو پورې مرستې کوي .

 په راپور کې وئيل شوي دي دغه مرستې به د  پاکستان  د بحران دمدیریّت  ملي  ادارې ( این ډی ایم اې ) ته ورکړل شي  چې  د کرونا ویروس  دخوریدا  دمخنیوي او درملنې په  چارو کې ولګیږي .

 داپه داسې حال کې دي چې  دپاکستان  لومړی وزیر عمران خان  دوه ورځې مخکې وئيلي وو ، پاکستان  له کرونا ویروس  سره د مبارزې اومقابلې لپاره  نه د درملنې صلاحیّت لري او نه هم امکانات ، په همدې خاطر دې نړیواله ټولنه ورسره  جدي مرسته وکړي او  همداراز دې نړیوال اورګانونه  د پاکستان په څير د غریبو  هیوادونو پورونه  هم وبخښي .

 د پاکستان د روغتیائي چارو وزارت  په رسمي اعلامیې کې وئيلی دي ،  په دغه هیواد کې تر پرون ناوخت پورې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر دوه سوه څلور څلویښت  تنو ته رسیدلی او  په مردان کې دوو کسانو چې یو له سعودي عربستانه او بل هم  له ترکیې  بیرته ستون شوی ؤ ، ددغې ناروغۍ له امله  خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

همداراز د پاکستان د عالمانو شورا هم  پرون په یوې بیړنۍ غونډې کې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي په درست هیواد کې باید درستې دیني غونډې  د کرونا ویروس د خوریدا دمخنیوي په خاطر  وځنډول شي ،البته  دجمعې لمانخه دستورې باید په ځانګړو تدبیرونو او محدودیتونو سره ترسره شي  او د لمانځه دقایمولو په وخت  د کسانو ترمینځ واټن باید کاملا رعایت شي .

 

 

ټیګونه