د پاکستان بهرني پورونه دې وبخښل شي
له نړیوال مشرانو اوا دمالی موسیسو له مسئولانو او د ملګروملتو له سرمنشي غواړو څو داسې عملی نوښت دې وکړي چې له کرونا ویروس سره دمقابلې په خاطر د پراختیائي هیوادونو د پورونو دپخښل کیدا لامل شي .
زمونږخبریال د روئيټرز خبری آژانس له قوله راپور راکړ دپاکستان لومړي وزیر عمران خان نن په یولړ څرګندونو کې له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره د نړیوالو بانکونو او موسیسو له خوا دې له اسلام اباد ته ورکړل شوو مالی پورونو دبخښلو غوښتنه کړې او وئيلي ئې دي ، په داسې حال کې چې مونږ له کرونا بحران سره دنړیوال غبرګون شاهدان یوو ،نړیوالې مالی موسیسې او بانکونه هم باید مالی پورونو په خاطر پر مونږ دباؤنه وانه چوي .
دپاکستان لومړي وزیر زیاته کړې،په پرمختللي نړۍ کې اصلي مشکل هم د کرونا کنټرولول او ورپسې ئې له اقتصادي اغیزو سره مقابله ده،خو په پراختیائي هیوادونو کې پر دغو مشکلاتو سربیره،تر ټولو ستره اندیښنه د خلکو بې وځلي او تنګڅه ده .
عمران خان همداراز روښانه کړې ده،له نړیوال مشرانو اوا دمالی موسیسو له مسئولانو او د ملګروملتو له سرمنشي غواړو څو داسې عملی نوښت دې وکړي چې له کرونا ویروس سره دمقابلې په خاطر د پراختیائي هیوادونو د پورونو دپخښل کیدا لامل شي .