په سل هاؤ امریکایان له پاکستانه ووتل
پاکستاني رسنیو وویل چې امریکې خپل شپږ سوه ښاریز په کرونا ناروغۍ د اخته کیدو له ویرې له پاکستانه اوباسلې دي.
بزنیس رکارډ خبري سایټ پرون په اسلام آباد کښې د امریکې د سفارتخانې له قوله ولیکل چې د روانې اپریل میاشتې په لسمه او دولسمه نیټه شپږ سوه امریکایان په دوو خصوصي الوتکو کښې له پاکستانه امریکې ته منتقل شوې دي.
خبري سرچینو هم داشان ویلي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه د پاکستان د کورنیو او بهرنیو الوتنو بندیز د اپریل تر یویشتمې تمدید شوی دی، خو په عین حال کښې د هغو هیوادونو اختصاصي الوتنې چې د خپلو ښاریزو د ستنولو لپاره پاکستان ته لیږل کیږي، په دغه بندیز کښې نه شاملیږي او هم هغه شان دوام لري.
امریکې څه موده مخکښې هم خپل ۶۹ سفارتکاران په یوې ځانګړې الوتکې کښې له پاکستانه وباسلې وو.
د پاکستان ځايي سرچینو هم داشان په راتلونکې اونۍ کښې له دغه هیواده د څلورو زرو امریکايي ښاریزو د وتلو د احتمال خبر ورکړی و.