پاکستان له ايران سره تجارت پراخوي
(last modified Sun, 19 Apr 2020 07:59:47 GMT )
Apr 19, 2020 12:29 Asia/Kabul
  • پاکستان له ايران سره تجارت پراخوي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ نائب سپيکر د ايران له اسلامي جمهوريت سره د هر اړخيزو تعلقاتو پراختيا د اسلام آباد د حکومت يوه مهمه ترجيح وبلله او وې ويل: د بنديزونو باوجود له ايران سره د تجارتي ملګرتيا په تېره بيا د پوله ايزو مبادلاتو د مضبوطولو کلکه اراده لروو.

د ايرنا د رپوټ له مخې قاسم خان سوري پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې په دغه ښار کښې د ايران د سرکنسول محمد رفيعي په شتون سره د کوئټې د سوداګرۍ او تجارتي کوټې په غونډه کښې وويل: د پاکستان او ايران او په تېره بيا ګاونډي صوبو ترمېنځ د تعلقاتو پراختيا او د دواړو هېوادونو د پوله ايز تجارت له پياړتيا څخه ملاتړ د اسلام آباد له ترجيحاتو څخه دے.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ نائب سپيکر په ايران باندې بنديزونه له مخکښې نه زيات د  ايران او پاکستان د تجارتي تعلقاتو د پياوتيا په لاره کښې يو خنډ او د بېنکي نېټ ورک د نه  برقرارېدو وجه وبلله او وې ويل، پاکستان به د دغو مسائلو باوجود د ايران په نزديو ملګرتياو سره ګډ تجارتي اهداف حاصل کړي او د اسلام آباد حکومت د دغه مهم لپاره له خپلو ټولو ظرفيتونو استفاده کوي.

په کوئټه کښې د ايران سرکنسول محمد رفيعي هم په دغه غونډه کښې وويل:د ايران او پاکستان ترمينځ ديني او اجتماعي مشترکات او تاريخي او د ورورولۍ تعلقات د دواړو هېوادونو د ملګرتياو په پراختيا کښې زيات رول لري او تهران په ټولو ډګرونو کښې د دغو ملګرتياو او تعلقاتو د مضبوطولو کلکه اراده لري.

 

ټیګونه