د افغانستان اوپاکستان ګډې ملګرتیاوې پرمختګ ډالۍ کوي
د پاکستان خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې باثباته او کرار افغانستان له بل هر یوه هیواده زیات د پاکستان په ګټه دی وئيل ، دافغانستان حکومت ښه اومناسب فرصت لري څو افغانستان ته سوله اوثبات بیرته وګرځوي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دپاکستان حکومت په افغانستان کې دجنګ جګړو دختمولو لپاره دهلوځلو پر دوام ټینګار کوي .
شاه محمود قریشي وئيلی دي ، دپاکستان حکومت له کومې تمې پرته په افغانستان کې دسولې ، امنیت اوثبات د ټينګیدا لپاره خپلو درستو هلو ځلو او ته دوام ورکوي .
هغه زیاته کړې ، له افغانستان سره د ګډې ملګرتیا زیاتیدا ، ددواړو هیوادونو لپاهر چې ګاونډیان هم دي ،ډير اهمیّت لري او د پاکستان او افغانستان لپاره پرمختګ ډالۍ کولی شي .
د پاکستان خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې باثباته او کرار افغانستان له بل هر یوه هیواده زیات د پاکستان په ګټه دی وئيل ، دافغانستان حکومت ښه اومناسب فرصت لري څو افغانستان ته سوله اوثبات بیرته وګرځوي .
د پاکستان خارجه وزیر په عین حال کې وئيلی دي ، دپاکستان او افغانستان ترمینځ دتجارتي چارو لپاره پوله پرانیزي او د دواړو هیوادونو تاجران خپلې راکړې ورکړې او راشه دیرشه بیرته پیلولی شی .
د وئيلو ده چې د کرونا ویروس له ناڅاپي خوریدا وروسته د افغانستان او پاکستان سرحدي لارې تړل شوي وې .