په پاکستان کښې مسافر وړونکې الوتکه په آبادۍ وغورزېده لږ تر لږه سل تنه ووژل شول
(last modified Fri, 22 May 2020 11:40:05 GMT )
May 22, 2020 16:10 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې مسافر وړونکې الوتکه په آبادۍ وغورزېده لږ تر لږه سل تنه ووژل شول

پاکستاني سرچينو د دغه هېواد له لاهور نه کراچۍ ته تلونکې الوتکې د غورزېدو او له کبله يې لږ تر لږه د سلو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.

زمونږ خبريال د پاکستاني سرچينو له قوله رپوټ ورکړ چې د پاکستان له لاهور ښار نه کراچۍ ښار ته تلونکے د پي آئي اے هوائي چلن مسافر وړونکې الوتکه نن له غرمې وروسته د کراچۍ په هوائي ډګر له کوزېدو نه څو شېبې مخکښې په استوګن سيمه وغورزېده چې پکښې په الوتکه کښې د سورو مسافرو او عملې د ۹۸ نوي کسانو په شمول لږ تر لږه سل تنه ووژل شول.

له استوګن سيمې څخه هم تر اوسه د يو ماشوم او يو سړي مړي او څلور زخميان راوېستل شوي دي او اور مړ کونکي فائربريګېډ ګاډي په سيمه کښې د اور په مړ کولو بوخت دي.

له بلې خوا د کراچۍ په جناح اسپتال کښې هنګامي حالت اعلان اوشو او د اور مړ کونکو، پوليسو او رېنجر او فوځي ځواکونولخوا په سيمه کښې امدادي کارونه شروع شوي دي.

د پېښې له کبله د مړو او زخميانو د زياتېدو احتمال موجود دے.

 

 

ټیګونه