پاکستان د هند فوځي ډرون الوتکه نسکوره کړه
May 28, 2020 05:22 Asia/Kabul
د پاکستان فوځي هوائي رېډاري ځواک د هند يوه فوځي ډرون الوتکه نسکوره کړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ د عمومي تعلقاتو دفتر پرون مازيګر په يوې بيانيه کښې وويل: د دغه هېواد هوائي رېډاري ځواک د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند يوه جاسوسي ډرون الوتکه د پاکستان د هوائي حدودو د خلاف ورزۍ په وجه نسکوره کړه.
له دې مخکې هم د پاکستان فوځ د کشمير په کنټرول لائن سيمه کښې د هند يوه بله ډرون الوتکه هم نسکوره کړې وه.