د تهران – کراچۍ الوت بيا شروع شو
Jul 10, 2020 15:08 Asia/Kabul
د تهران او کراچۍ ترمېنځ الوت چې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه بند شوے ؤ، بيا شروع شو.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ايران کنسولګرۍ اعلان وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت د هوائي چلن الوت پرون د زيارت په ورځ له درې سوو نه زياتو مسافرو سره چې په پاکستان کښې مېشته ايرانيان، د دواړو هېوادونو محصلين، سوداګر او ځينې پاکستانيان شامل وو له تهرانه کراچۍ ته لاړ او په همدغه ورځ ماسپښين ايران ته راستون شو.
دغه الوت چې په دواړو هېوادونو کښې د کورونا و خپرېدو په وجه د څلورو مياشتو تعطيلۍ نه وروسته بيا شروع شو، ايراني او پاکستاني ښاريزو او سوداګرو لخوا يې هرکلے اوشو او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د الوتونو دوام يې يوه مهمه چاره وبلله.