امريکې ته د پاکستان د پي آئي اے شرکت د الوت ممنوعيت
امريکې د کورونا په ورځو کښې د پاکستان د پي آئي اے ادارې د الوتکو الوتونو لپاره خاص مجوز لغو کړ.
د پاکستاني رسنيو په نقل سره د ايرنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکې ټرانسپورت ادارې د پاکستان د پي آئي اے شرکت د الوتکو هر ډول الوت ممنوع کړ او د دغه اقدام وجه يې د دغې ادارې د جعلي مدرک لرونکو پائيلټانو پېژندګلي وبلله.
دا په داسې حال کښې دي چېپه دې وروستيو مياشتو کښې پي آئي اے شرکت د وړومبي ځل لپاره امريکې د نېغ په نغه الوت مجوز حاصل کړے ؤ خو اوس مجبور دے چې خپل الوتونه لغو کړي.
سياسي کارپېژاندي وائي چې د امريکې دا ډول چلندونه چې اوله مرحله کښې د پاکستاني ښاريزو په ضرر تماميږي، د هغوهېوادونو د خلقو برخليک ته د امريکنيانو د نه پاملرنې ښودنه کوي چې د هغو له حکومتونو سره تش په نامه نزدې تعلقات لري، خو يوازې خپلوګټو ته اهميت ورکوي.