د پاکستان په بلوچستان ولایت کې چاودنه شوې
Jul 21, 2020 15:36 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان ولایت په چاودنې کې یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوې دي.
د پاکستان رسنیو خبر ورکړ چې دا چاودنه د پاکستان د بلوچستان ولایت په تربت سیمه کې رامیځته شوې ده.
د خبري سرچینو په وینا دغه بم په موټر سیکل نصب شوی او چې د تربت ښار په مرکزي بازار کې د ریمورټ له لارې چاودلی شوی.
د دوو ټپیانو او د یو کس د مړینې په خبر سره ویلې شوې چې په دې چاودنو کې د تاوان د زیاتیدو احتمال اوس هم شتون لري.
تراوسه هیڅ یوې ډلې یا کس د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستلی.