بلوچستان کښې ترهګرو پر پاکستاني پوله ساتونکو برید کړی
Jul 26, 2020 05:15 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو په حمله کښې د پاکستان یو سرحدي ځواک وژل شوی دی.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو په حمله کښې د پاکستان یو سرحدي ځواک وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې ترهګرو پرون په بلوچستان صوبه کښې په تربت سیمې کښې د دغه هیواد پر پوله ساتو ځواکونو حمله وکړه چې له امله یې یو سرحد ساتونکی عسکر مړ او درې نور زخمي شوي دي.
د پاکستان د سرحدي ځواکونو په ځوابي ډزو سره دغه حمله شنډه شوه او ترهګر تیښتې ته مجبور شول خو د هغوي د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کوم کره معلومات نه دي خپاره شوي.