د پاکستان د حکومت او مسلم لیګ نواز ګوند تر منځه د پټ تړون احتمال
(last modified Sat, 01 Aug 2020 07:49:33 GMT )
Aug 01, 2020 12:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان د حکومت او مسلم لیګ نواز ګوند تر منځه د پټ تړون احتمال

د پاکستان د ریلوی وزیر ادعا وکړه چې حکومت او د حکومت اصلي مخالف مسلم لیګ نواز ګوند،  له یو بل سره موافقې ته رسیدلي دي.

شیخ رشید احمد په ژوندۍ تلویزیوني پروګرام کې وویل چې پاکستاني حکومت  ته د شبهاز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز څانګې لخوا کوم ګواښ نه و
د پاکستان د ریلوی وزیر زیاته کړه، لومړی وزیر او د مسلم لیګ  نواز څانګې پخوانی مشر محمد نوازشریف، له هیواد پریښودو مخکې، ژمنه کړې وه چې د پاکستان د حکومت او اوسني لومړي وزیر عمران خان پرضد به سازش نه کوي.
شیخ رشید احمد یادونه وکړه چې اسلام آباد حتی د شهباز شریف د فعالیتونو په اړه اندیښنه نه لري ، ځکه چې هغه د حکومت ضد ادعاوې کوي، خو هیڅکله نه غواړي چې د دوي د اثبات لپاره جدي اقدام وکړي.

ټیګونه