د برجام نه اجرا کولو په اړه په امريکې او اروپائي هېوادونو د پاکستان نيوکه
د پاکستان د سېنټ د بهرنيو تعلقاتو د کمېشن مشر د برجام ايټمي موافقې په اجرا کښې د اروپائي هېوادونوپه سياسي کارۍ او د امريکې په اصول ماتونې نيوکه وکړه.
مشاهد حسين سيد نن له ايرنا سره په مرکه کښې وويل: په برجام ايټمي موافقه کښې په نړيوالو قوانينو باندې د لويديځوالو نه پابندوالے او سياسي لوبې د هغوي لپاره يوه بده مخينه رامنځته کړه.
د پاکستان د سېنټ د بهرنيو تعلقاتو د کمېشن مشر زياته کړه، دا چې د برجام اروپائي لورو له دغې موافقې څخه د امريکې په اړخيزه توګه له وتلو نه پس د واشنګټن دباونو ته غاړه کېښوه او به خپلو ژمنو عمل نه کوي بدقولي دي.
سېنټر مشاهد حسين سيد همدارنګ د امريکائي جنګي الوتکو لخوا د ايران د ماهان مسافر وړونکې الوتکې لپاره د مزاحمت رامنځته کول د يو حکومت د قانون ماتونې مهمه نمونه وبلله او وې ويل، د نړيوال هوائي حريم ترپښو لاندې کول او د هر هېواد په خلاف يرغليز چلندونه د نړيوالو قوانينو څرګنده لاف ورزي ګڼل کيږي.
دغه پاکستان سېنټر په عين حال کښې د پينځويشت کلنې سټراټيجکې موافقې په قالب کښې د ايران او چين په اوږدمهاله ملګرتيا باندې د خوشحالۍ په څرګندولو سره واضحه کړه، پاکستان له داسې منصوبو څخه چې سيمه ايزو ارتباطاتو ته وده ورکوي هرکلے کوي.