د پاکستان د رېلوۍ وزير په ايران د امريکې د بنديزونو ختمولو غوښتونکے شو
Aug 14, 2020 12:50 Asia/Kabul
د پاکستان د رېلوۍ وزير د ايران په خلاف د امريکې د ظالمانه بنديزونو له ختمولوتاکيد وکړ.
شېخ رشيد له ايرنا سره په مرکه کښې وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت په خهلاف د امريکې يواړخيز او ظالمانه بنديزونه پکار دے دوم پېدا نه کړي، هم هغه ډول چې د پاکستان وزيراعظم هم په ځلونو ويلي دي زر تر زره دې دغه بنديزونه ختم شي.
د پاکستان د رېلوۍ وزير تاکيد وکړ، د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو ختمېدل د پاکستاني يو رسمي او حکومتي سياست دے.
شېخ رشيد همدارنګ د دې په بيانولو سره چې له ايران سره د ملګرتياو د مضبوطيه لپاره يې يوه خصوصي کميټی جوړه کړې ده زياته کړهو اسلام آباد د دواړوګاونډي هېوادونو ترمېنځ د تجارتي تعلقاتو د پراختيا لپاره په فوري توګه د کوئټې، تفتان، ميرجاوې رېل پټلۍ د بيارغونې غوښتونکے دے.