د پاکستان سترې محکمې امریکې ته د خپل ښاریز له سپارلو سره مخالفت وکړ
(last modified Tue, 22 Sep 2020 03:13:37 GMT )
Sep 22, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان سترې محکمې امریکې ته د خپل ښاریز له سپارلو سره مخالفت وکړ

د پاکستان سترې محکمې واشنګټن ته له داعش ترهګرې ډلې سره د ملګرتیا په تور د امریکايي ملیت لرونکي پاکستاني ښاریز طلحه هارون له ورستنولو سره مخالفت وکړ.

د پاکستان سترې محکمې واشنګټن ته له داعش ترهګرې ډلې سره د ملګرتیا په تور د امریکايي ملیت لرونکي پاکستاني ښاریز طلحه هارون له ورستنولو سره مخالفت وکړ.

جیو ټي وي خبر ورکړې چې د پاکستان سترې محکمې پرون په دې خبرې سره چې د امریکې حکومت له دې مخکښې د زندانیانو د ستنولو په لړ کښې له اسلام آباد سره ضروري ملګرتیا نه ده کړې، وویل: د زندانیانو او ملزمانو د تبادلې په هکله له امریکې او انګلستان سره په لاس شویو تفاهم لیکونو کښې باید بیاکتنه او پرې غور وشي.

دغه قضايي ارګان زیاته کړه: پاکستان به د یو خپلواک هیواد په توګه د نړیوالو قوانینو په بنیاد د خپلو ښاریزو په ساتنه کښې خپلواکه عمل وکړي.

امریکايي ملیت لرونکې پاکستانې ښاریز طلحه هارون چې عمر یې ۲۱ کاله دی، د نیویارک ښار په ټایمز سکوائر کښې په ترهګرې حملې کښې په ملګرتیا تورن دی او په ۲۰۱۶ کال کښې د پاکستان په کویټه کښې ونیوې شو.

د اسلام آباد حکومت غوښتل چې طلحه هارون امریکې ته وسپاري خو د هغه پلار تقریباً پنځه میاشتې مخکښې محکمې ته په رجوع کولو سره د دغه کار د مخنیوي او په پاکستان کښې یې د خپل زوي په دوسیې د غور کیدو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه