عمران خان امام خمیني رح د خلکو لپاره مهمه بیلګه وبلله
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد خلکو ته په وینا کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ارواښاد مشر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ښکاره ځانګړنو د بیانولو په ترڅ کښې د هغه ساده ژوند کول د پاکستان د ولس لپاره مهمه بیلګه وبلله .
عمران خان پرون په اسلام اباد ښار کښې د سیاستوالانو او د حقوق پوهانو په غونډې کښې په وینا کښې امام خمیني رحمت الله علیه د یوه(۱) بې ساري او د ستر مشر په توګه یاد کړ او ویې ویل د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر هیڅکله شاهانه ژوند او یا تشریفاتي اقدامات نه درلودل بلکې هغه په ساده ژوند کولو او د ایران له خلکو سره په مینې او دلچسپۍ لرلو سره خپل هیواد ته ورستون شو .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد خلکو په تیره بیا سیاستوالانو ته په وینا کښې ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رح شخصیت له هیڅ مشر او سړي سره د پرتله کولو وړ نه دی .
عمران خان وویل امام خمیني رح د حکومت کولو روده له اسلامي ارزښتونو سره سمه تنظیم کړي وه .
هغه ټینګار وکړ زما حکومت له فساد سره مبارزې ته دوام ورکوي او هیڅکله به سترو غلاګانو دوسیو ته د اړونده تورنو او د مفسدو کسانو په وړاندې تسلیم نشي .