د پاکستان شپږ زیارتوال تښتول شوي دي
ایرنا خبري اژانس وايي ناپیژاندو یرغلګرو پرون د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د یوه(۱) ګاډي په درولو سره د دوو(۲) ښځو په شمول شپږ (۶) کسان وتښتول .
دغه تښتول شوي کسان په ایران کښې له زیارت څخه ستنیدل چې د پاکستان د بلوچستان صوبې پنجګور سیمې ته نږدې ناپیژاندو کسانو وتښتول .
د بلوچستان ګورنر جام کمال خان د دغو شپږو (۶) کسانو تښتول کیدا ته په غبرګون کښې د یرغملګرو له لاس څخه د د غو کسانو د ژغورلول لپاره د هڅې او د سمدستي تحقیق حکم ورکړی دی .
د پاکستان شیعه زیارتوال چې په ایران او عراق کښې په مذهبي ښارونو کښې د ائمه اطهار علیه السلام د زیارتونو لپاره دغو دوو (۲) هیوادونو ته ورځي خپل هیواد ته د ستنیدا په وخت تل د وهابي او سرزورو ډلو له بریدونو او حملو سره مخ کیږي چې تراوسه پکښې په لسګونو بې ګناه خلک چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي وژل شوي هم دي .