پاکستان کښې درې ترهګر وژل شوي دي
Nov 18, 2020 04:57 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان رسنیو بیګا د دریو (۳) ترهګرو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت تر تعقیب لاندې وو په بلوچستان صوبې کښې د وژل کیدا خبر ورکړ .
د پاکستان رسنیو وویل دغه درې (۳) ترهګر د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې د حکومتي عسکرو د عملیاتو په وخت هلاک شول .
د پاکستان ځینو رسنیو وژل شوي ترهګر د جیش العدل وهابي ترهګرې ډلې غړي بللي دي .
جیش العدل ترهګره ډله په وهابي تفکراتو سره په سوریې کښې د ترهګرو او د تکفیري ډلو ملاتړي ګڼل کیږي
جیش العدل ترهګرې ډلې تراوسه د زاهدان په شمول د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کښې د ډیرو ترهګرو حملو او وژلو مسولیت پرغاړه اخیستی دی .
له جیش العدل ترهګرې ډلې سره زیاتې پوځي او مالي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .