Dec 07, 2020 13:11 Asia/Kabul
  • پیښور کښې د تکړه پښتون لیکوال خانخیل صیب د دوو کتابونو مخکتنه اوشوه

د پیښور سیمې د تکړه لیکوال، شاعر، ادیب او مترجم ښاغلي انور شاهین خانخیل صیب د دوو کتابونو د مخ کتنې دستورې په پیښور کښې ترسره شوې

د پیښور سیمې د تکړه لیکوال، شاعر، ادیب او مترجم ښاغلي انور شاهین خانخیل صیب د دوو کتابونو د مخ کتنې دستورې په پیښور کښې ترسره شوې

پرون د دسمبر په شپږمه نېټه پېښور ښار کښې د قدرمن ډاکټر محمد سليم چشتي په کوربه توب د محبوب الهي حضرت خواجه نظام الدين اولياء (رح) له مبارک عرس نه پس د ښاغلي انور شاهین خانخیل صیب د دوو کتابونو د مخکتنې دستوره جوړه شوه او د ادبي شخصیتونو ښاغلي ډاکټر زبېر حسرت، ښاغلي کليم شينواري، ښاغلي بدرالحکيم حکيمزۍ، ښاغلي فواد شينواري او ښاغلي ارشد اقبال اېډوکېټ په شمول ګڼ شمير سترو عقيدتي او ادبي شخصيتونو په کښې ګډون وکړ.

په دغو دستورو کښې د ښاغلي شاهین صیب په قلم د لیکل شویو دوو کتابونو " د امام ديوان" او "د سپېځلو لار" مخکتنه د مشهور روحاني او ادبي شخصيت او د حضرت حمزه بابا (رح) جانشين حضرت سيد طاهر بخاري چشتي، نظامي، حمزوي مدظله العالي په مبارکو لاسو اوشوه.

په دې موقع بخاري صېب د دغو کتابونو ډېره ستائنه وکړه او د لیکوال په توفيقاتو کښې د لا اضافې دعاګانې يې وکړې. همدا رنګ خانخیل صیب هم غونډې ته په خپله وېنا کښې د کتابونو په موضوعاتو او محتوا رڼا واچوله او دا یې خپله لويه خوشبختي وګڼله چې په داسې مبارکه موقع او د يو ستر شخصيت په مبارکو لاسو یې د کتابونو مخکتنه اوشوه.

د يادونې ده چې دغه دواړه کتابونه د پېښور ښار په خېبر بازار کښې په يونيورسټي بک ايجنسۍ کښې ترلاسه کېدې شي.

 

ټیګونه