داعش د پاکستان د بلوچستان د ترهه ګريزې حملې ذمه واري قبوله کړه
داعش ترهه ګرې ډلې بېګا په يوې بيانيه کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مچ سيمه کښې د تره ګريزې حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې داعش ترهه ګرو پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په مچ سيمه کښې په يو کان باندې په حملې سره لږ تر لږه يولس تنه د کان کنونکي چې د پاکستان هزاره شيعه مسلمانان وو په ډېره غميزناکه توګه ووژل.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په يوې بيانيه کښې د دغه لړزونکي جنايت په غندلو سره د قربانيانو له کورنيو سره د مرستو او د ترهه ګرو زرترزره نيولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د شيعه ؤ قائد علامه سيد ساجد علي نقوي او مجلس وحدت مسلمين هم په بيله بيلو بيانيو کښې د دغه بزدلانه جنايت سخته غندنه وکړه او د ذمه وارو عناصرو په خلاف د سختو او عبرتناکواقداماتو او د هغوي د برسرعام پانسي کولو او د داسې غميزو د مخنيوي غوښتنه وکړه.