عمران خان د هزاره ؤ له قاتلانو سره په پریکنده چلند ټینګار وکړ
د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې د اسلامي وحدت له دښمنانو سره د مقابلې او د فرقه ایزو تاوتریخوالو د عواملو د معلومولو لپاره د حکومت پر ژمنې ټینګار وکړ
د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې د اسلامي وحدت له دښمنانو سره د مقابلې او د فرقه ایزو تاوتریخوالو د عواملو د معلومولو لپاره د حکومت پر ژمنې ټینګار وکړ
د پاکستان ملي ټیلیویژن خبر ورکړی چې عمران خان پرون د بلوچستان صوبې مرکز کویټه ښار ته په تګ سره د داعش ترهګرې ډلې په حمله کښې د قرباني شویو کان کیندونکو له خپلوانو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کښې وویل: د هزاره قام د شیعیانو ټولنه د نسل وژنې له ښکارندې سره مخامخ ده، کومو ترهګرو چې په تیرو وختونو کښې د بیګناه خلکو خلاف بوږنونکې حملې کولې اوس فرقه ایزو تاوتریخوالو ته په لمن وهلو سره په پاکستان کښې د شیعه او سني ترمینځ د وحدت د فضا د خرابولو غوښتونکي دي.
د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ: د لشکر جهنګوي ډلې ترهګرو پخوا هم د شیعه مسلمانانو خلاف ډیر بریدونه کړي دي او هم دغو کسانو اوس په داعش کښې په شاملیدو سره دا وروستۍ حمله کړې ده خو په عین حال کښې د پاکستان حکومت او امنیتي ارګانونه له دغو عناصرو سره د پریکنده چلند لپاره چې له بهر څخه یې ملاتړ او مدیریت کیږي، یو هراړخیز پروګرام اجرا کوي.
عمران خان هم داشان په اسلامي نړۍ کښې له اختلافاتو څخه د دښمنانو ناوړه استفادې ته په اشارې سره زیاته کړه: پاکستان په هیواد کښې د وحدت او یووالي له دښمنانو سره له مقابلې سره هم مهاله، د اسلامي نړۍ د اتحاد او یووالي په پیاوړتیا ټینګار لري.