بلوچستان کښې د ترهګرو خلاف پراخ عملیات پیل شول
Jan 12, 2021 04:30 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو خلاف پراخ عملیات پیل کړل
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو خلاف پراخ عملیات پیل کړل
د پاکستان د بلوچستان صوبايي داخله وزیر په دغې صوبې کښې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پیلولو ته په اشارې سره وویل: په دغې جنوب لویدیځې صوبې کښې د اوسنیو ناآرامیو څپه د دښمن دسیسه ده.
میر ضیاء ا... لانګو زیاته کړه: ترهګر غواړي چې بلوچستان صوبه ناامنه کړي څو خپلو سپیرو اهدافو ته ورسیږي او د نویو عملیاتو د ترسره کولو لپاره په پلاننګ لګیا دي.
د ویلو ده چې تیره اونۍ د سکرو ډبرو د یو معدن ۱۱ تنه کیندونکي کارګران د بلوچستان صوبې په مچ سیمه کښې د ترهګرو په حمله کښې ووژل شول چې داعش یې پړه ومنله.
ټیګونه