د چین جوړه وړه جنګي کشتۍ د پاکستان سمندري ځواک ته وسپارله شوه
(last modified Sun, 31 Jan 2021 03:03:38 GMT )
Jan 31, 2021 07:33 Asia/Kabul
  • د چین جوړه وړه جنګي کشتۍ د پاکستان سمندري ځواک ته وسپارله شوه

د چین جوړه دویمه جنګي کشتۍ د پاکستان د پوځ د سمندري ځواک په بیړه کښې شامله شوه

د چین جوړه دویمه جنګي کشتۍ د پاکستان د پوځ د سمندري ځواک په بیړه کښې شامله شوه

د پاکستان د سمندري ځواک د عامه اړیکو دفتر پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د پاکستان او چین د سفارتي اړیکو له اویایمې کلیزې سره هم مهاله د ټی-۰۵۴ ډوله دیمې جنګي کشتۍ د مخ کتنې مراسم د چین په شنګهايي بندر کښې د دغه هیواد د پوځي چارواکو او د پاکستان د سمندري ځواک د لوړرتبه استازي په شتون سره ترسره شول.

په دغې بیانیې کښې راغلي دي چې د پاکستان په نیوي کښې د چین د جوړې دویمې جنګي کشتۍ شاملیدل د دغه ځواک دفاعي توانمني ډیره زیاتوي.

 

ټیګونه