پاکستان:
له ايران سره د دوستانه تعلقاتو لپاره د پولو د امنيت مضبوطول اهميت لري
د پاکستان د کورنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځ د دوستانه تعلقاتو د مضبوطولو لپاره له ايران سره په ګډو پولو کښې د لا زيات امنيت په پراختيا د تجارت په زياتولو، د پوله ايزو بازرګوټو په جوړولو تاکيد وکړ.
شيخ رشيد له ايران سره د پاکستان په پولو کښې د دېوال وهلو د کار د بشپړتيا په باره کښې وويل، دغه اقدام به نه يوازې په پولو کښې د اشرارو د تګ راتګ او د غېرقانوني فعاليتونو مخه اونيسي بلکه د بلوچستان صوبې د امنيت ټينګښت به هم رامنځته کړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير زياته کړه، د پاکستان حکومت د تجارت د اسانولو، د پوله ايزو بازارګوټو د جوړولو، له بلوچستان صوبې څخه د تفتان له لارې د زائرينو په شمول ايران ته د ولسي سفرونو د اسانولو او د هغوي د امنيت د ټينګولو يو بشپړه پلان اجرائي کېدو ته وړاندې کړے دے.
له دې نه علاوه د اسلام آباد حکومت د پوله ايزو بېخ بناو پراختيا هم په خپله اېجنډا کښې راوستلې ده او د پاکستان وزيراعظم په ترټولو وروستي اقدام کښې له ايران سره د پوله ايزو بازارګوټو د جوړولو د چټکتيا او په دې لړ کښې د يوې بشړه لارې چارې د برابرولو غوښتونکے شو.