د پاکستان لومړی وزیر په کرونا اخته شوی دی
(last modified Mon, 22 Mar 2021 10:53:14 GMT )
Mar 22, 2021 15:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر په کرونا اخته شوی دی

د پاکستان لومړی وزیر په کرونا باندې د اخته کېدو د امله ځان په کور کې قرنطین کړی دی.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په داسي حال کې په کرونا اخته شوې چي څو ورځې مخکې د کرونا ضد واکسن لومړۍ ستن یې لګولې وه.

خو د پاکستان د دولت وزیر اسد عمر چې د کرونا په وړاندې د مبارزې چارې مخته وړي ویلي: ممکن دی چې عمران خان له واکسن مخکې په کرونا اخته شوی وي.

 د عمران خان ترڅنګ د هغه مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي روغتیایي سلاکار فیصل سلطان په یوه ټویټ کې ویلي چې عمران خان ځان په کور کې له نورو جلا کړی دی.

هغه زیاته کړه چي عمران خان د مېرمنې او د تحریک انصاف ګوند د دوو نورو لوړ رتبه چارواکو ټېسټ هم مثبت و.

عمران خان تېره پنجشنبه د سینوفارم په نوم کرونا ضد واکسین لګولی و چې تر اوسه په پاکستان کې یوازنی لګول کېدونکی واکسین دی.

 

 

ټیګونه