پاکستان د سعودي او امریکايي ځواکونو په شتون سره هوايي پوځي مشقونه ترسره کوي
د پاکستان هوايي ځواک د سعودي عربستان او امریکې د ځواکونو په شتون سره د څوملیتي هوايي مانورۍ د کوربه توب خبر ورکړ.
د پاکستان هوايي ځواک د سعودي عربستان او امریکې د ځواکونو په شتون سره د څوملیتي هوايي مانورۍ د کوربه توب خبر ورکړ.
ایرنا د پاکستان د رسمي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د دغه هیواد د هوايي ځواک د پوځي مانورې نوم (ایسز میټ ACES Meet ۲۰۲۱) اعلان شوی او ټاکل شوې چې له نن څخه پیل شي.
د پاکستان د هوايي ځواک ویاند هم تیره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د سعودي هوايي ځواک یوه ډله غړي په دغو څوملیتي یا ملټي نیشنل هوايي مشقونو کښې د ګډون لپاره د پاکستان د هوايي ځواک عملیاتي هوايي اډو ته رسیدلي دي.
په خبرپاڼه کښې راغلي دي: د پاکستان، عربستان او امریکې ځواکونه به په دغې مانورې کښې برخه واخلي او د بحرین، مصر او اردن هوايي ځواکونه به په کښې د څارونکو په توګه شتون ولري.
د پاکستان د هوايي ځواک ویاند ویلي چې دغه هوايي پوځي مشقونه د ګډونوالو هیوادونو تر مینځ د تجربو د تبادلې او د ملګرتیا د وړتیا د زیاتوالي په موخه ترسره کیږي.