د پاکستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
د پاکستان وزیراعظم او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د پاکستان وزیراعظم او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د پاکستان د وزیراعظمۍ دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې عمران خان پرون په اسلام آباد کښې د روسیې د خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره په کتنه کښې پاکستان ته د سفر لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین د رسمي بلنې په ابلاغولو سره وویل: پاکستان له ماسکو سره د تجارتي، امنیتي او پوځي برخو په شمول د هراړخیزو اړیکو پراختیا ته هوډمن دی.
دواړو چارواکو د افغانستان، سیمه ایز ثبات او بدلونونو او د لویدیځې آسیا په لړ کښې د دوه اړخیزو ملګرتیا جاج هم واخیسته.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د اشان په راولپنډۍ کښې د پاکستان د پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره وکتل او د دوه اړخیزو دفاعي ملګرتیاؤ، پوځي تعاملاتواو د سیمه ایز امنیت د بدلونونو په تیره بیا د افغانستان د حالاتو په هکله یې ورسره د نظره تبادله وکړه.