د پاکستان په بلوچستان کښې څلور ترهه ګر ووژل شول
(last modified Wed, 14 Apr 2021 03:36:30 GMT )
Apr 14, 2021 08:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې څلور ترهه ګر ووژل شول

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د دغه هېواد د فوځ په عملياتو کښې څلور ترهه ګر ووژل شول.

د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې پرون وويل، دغه عمليات چې د بلوچستان صوبې په بولان سيمه کښې ترسره شول د داعش او جهنګوي لښکر ترهه ګرو ډلګيو د دوو غړيو په شمول څلور ترهه ګر ووژل شول او درې نور په تېښته کښې کامياب شول.

همدارنګ د پاکستان خبري سرچينو وويل، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو له ۲۰۱۶ کال نه تراوسه د داعش ترهه ګرې ډلګۍ له درې سوو نه زيات غړي چې پکښې بهرني ترهه ګرو هم ليدل کيږي نيولي دي.

داعش ترهه ګره ډله چې تل يې د امريکې لخوا ملاتړ کيږي په عراق او سوريې کښې له پرله پسې ماتيو او تر خپلې قبضې لاندې د ټولو سيمو له لاسه ورکولو وروسته په نړۍ کښې نورو زيان موندونکو سيمو کښې د نفوذ پېدا کولو په تکل کښې ده.

د پاکستان بلوچستان صوبه ددغه هېواد له ناامنيو صوبو څخه ده او داعش، جهنګوي لښکر، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شان ترهه ګرې ډلګۍ په دغه صوبه کښې شتون لري او ترهه ګريزو عملياتو بوختې دي.

 

ټیګونه