د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
(last modified Tue, 16 Jul 2024 03:04:09 GMT )
Jul 16, 2024 07:34 Asia/Kabul
  • د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ

نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.

د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه نېټه یعنې د عاشورا په ورځ د کربلا په سوځنده دښته کې دحضرت  امام حسین (ع) اولادونه، وروڼه، خپلوان او باوفا ملګري د یزید د لښکریانو له خوا یو په بل پسې په ډېر ظلم سره او د درې ورځنۍ تندې په حالت کې شهیدان شول.

د خپل شپږ میاشتني ماشوم زوی حضرت علي اصغر په ګډون، د خپلې کورنۍ د څه باندې ۳۰ کسانو او همدارنګه د ۴۰ ملګرو او اصحابو د قربانۍ او شهادت د ستر غم له زغملو وروسته، د شهیدانو سردار او سالار حضرت امام حسین (ع) هم په شهادت ورسېد او د هغوی ګرانه خور حضرت زینت (س) او بیمار زوی حضرت امام سجاد (ع)، د پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د پاکې او سپېڅلې کورنۍ له څو نورو مېرمنو او ماشومانو سره، د کربلا په توره دښته کې یوازې پاتې شول.

امام حسین (ع)  له مکې څخه د کربلا په لور د تګ په ټوله لاره او تر شهادته پورې په ډاګه ویل: له دې حرکت څخه زما مقصد او موخه، د یزید د اسلام ضده حکومت رسوا کول او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ژوندي کول او د ظلم او ستم پر وړاندې درېدل دي او د قرآنکریم له ملاتړ او د سوچه محمدي اسلام له ژوندي ساتلو پرته مې بل هېڅ هدف نشته.

نو د محرم الحرام د لسمې یعنې د عاشورا د دې سختې غمجنې او درنې ورځې په مناسبت، تاسو ټولو ته د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کوو.

ټیګونه