د اروپايي هیوادونو خلکو د فلسطین او د لبنان په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا د بیلابیلو هیوادونو خلکو د مظاهرو په ترسره کولو سره په لبنان او غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم غیر انساني اقدامات او وحشیانه حملې وغندلې.
د اروپا په زرګونو خلکو د اسټکهلم ، پاریس او د برلین په شمول د دغه لوې وچې په بیلابیلو ښارونو کښې د مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطین او د لبنان له مظلومو خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ او د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم پرضد یې د بایکاټ د لګولو غوښتنه وکړه.
د ایرلینډ، د پرتګال او د ایټالیا خلکو هم د مظاهرو په ترسره کولو سره د لبنان او د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم وحشیانه جنایتونه وغندل.
د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د بوږنونکو جنایتونو له پیلیدا سره په یووخت د دنیا خلک د فلسطین د خلکو او د مقاومت د ځواکونو په ملاتړ کښې هره ورځ په بیلابیلو هیوادونو او ښارونو کښې مظاهرې کوي او د فلسطین د بیرغونو په پورته کولو سره د غزې له مظلومو خلکو سره همدردۍ څرګندوي.