ایرانی مجید مرتضایي یو ځل بیا د افغانستان د فوټسال مشر روزونکی شو
Feb 27, 2023 12:11 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکو د دې هېواد د فوټسال لوبډلې لپاره د مشر روزونکې په توګه ایرانی مجید مرتضایی ګمارلی دی.
ایرانی مجید مرتضایي یو ځل بیا د افغانستان د فوټسال مشر روزونکی شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکو د دې هېواد د فوټسال لوبډلې لپاره د مشر روزونکې په توګه ایرانی مجید مرتضایی ګمارلی دی.
یاد فدراسیون په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، مرتصایي د ۱۴۰۱ کال لومړیو کې د افغانستان د فوټسال لوبډلې د مشر روزونکې په توګه دنده ترسره کوله او د اسیا اتلولۍ د غوراوي سیالیو لپاره چې په راتلوونکې کال کې به ترسره شي، یو ځل بیا نوموړی د خپلې لوبډلې د مشر روزونکې په توګه وټاکه.
ټاکل شوې چې ښاغلی مرتضایی به د یوه کال لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشري وکړي.