د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې بنګلدیش ته ماتې ورکړه
(last modified Mon, 13 Mar 2023 11:27:11 GMT )
Mar 13, 2023 15:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې بنګلدیش ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې ملي لوبډلې په لومړۍ یوه ورځنۍ سیالۍ کې په ۱۵۸ منډو خپلې سیالۍ بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې بنګلدیش ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې ملي لوبډلې په لومړۍ یوه ورځنۍ سیالۍ کې په ۱۵۸ منډو خپلې سیالۍ بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلې پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوزیدو سره ۲۷۱ منډې ترسره کړې چې په کې سهیل خان سل، سلیمان عربزي ۵۵، محمد هارون ۴۳ او اکرم محمدزي ۲۸ منډې ترسره کړې چې په ځواب کې بنګلدیش لوبډله په ۲۷م اور کې د ۱۱۳ منډو په ترسره کولو سره وسوزیده او په دې سره یې په ۱۵۸ منډو افغانستان ته ماتې ومنله.

د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې یما عرب ۴، فریدون دولتزي ۳ او ناصر حسن ۲ دوه ویکټې واخیستې. ترڅنګ یې کامران هوتک هم د یو لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

 

ټیګونه