د پاکستان سوپرلیګ سیالۍ د لاهور قلندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې
(last modified Sun, 19 Mar 2023 08:46:55 GMT )
Mar 19, 2023 13:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان سوپرلیګ سیالۍ د لاهور قلندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

د پاکستان سوپرلیګ یا PSL اتم پړاو سیالیو پای لوبه کې تېره شپه لاهور قلندر ملتان سلطان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په پرلپسې دویم ځل د دې لوبو اتلولي خپله کړه.

د پاکستان سوپرلیګ سیالۍ د لاهور قلندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

د پاکستان سوپرلیګ یا PSL اتم پړاو سیالیو پای لوبه کې تېره شپه لاهور قلندر ملتان سلطان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په پرلپسې دویم ځل د دې لوبو اتلولي خپله کړه.

په پای لوبه کې لاهور قلندر لوبډلې په شل اورونو کې سیالۍ لوبډلې ته 201 منډې هدف وټاکه چې ملتان سلطان لوبډلې 199 منډې ترسره کړې او په یوه منډه یې لوبه وبایله.

د لاهور قلندر لوبډلې کپتان شاهین شاه افریدي د 45 چټکو منډو په کولو او 4 لوبغاړو په سوزولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، خو راشد خان په مهم وخت کې د دوو لوبغاړو په سوزیدو سره د لوبې تغیرونکي لوبغاړې په توګه ونومول شو.

لاهور قلندر او اسلام اباد یونایټډ دوه هغه لوبډلې دي چې دوه، دوه ځلې یې د یاد لیګ اتلولي خپله کړې، خو پېښور زلمو، کویټه ګلیډي ایټرز، کراچۍ کنګز او ملتان سلطان لوبډلو بیا یو، یو ځل اتلولي خپله کړې.

 

ټیګونه