په المبیک کې د سرو او سپینو زرو میډالونه د ایران ښاغلی او آغلې په غاړه کړل
په المپیک لوبو کې د ایران د کشتۍ او تکوانډو ټیمونو د سرو زرو او نقرې میډالونه راټول کړل
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، بیګا د فرانسې د پاریس ۲۰۲۴ المپيک لوبو کې د ایران د کشتۍ او تکوانډو ټیمونو هم د ښاغلو او هم د آغلو په برخې کې د سرو زرو او سپینو زرو درې میډالونه وګټل . د فرنګی کشتۍ محمد اسماعیلي د سرو زرو میډال په غاړه کړ او اتل شو او د سپينو زرو میډالونه هم دمیرمنو په برخې کې ناهید کیانی او او ښاغلو په برخې کې هم مهمدي د سپينو زرو میډال په غاړه کړ او دغه راز د ازادۍ کشتۍ فاینل ته هم د ایران حسن یزدانی هم رسیدلی چې هیله ده د سروز زرو یو بل میډال هم د ایران ملت ته ډالۍ کړي.
د پاریس ۲۰۲۴ المپیک لوبو کې د ایران میرمنو تاریخ جوړ کړ او دا لومړۍ ځل دی چې په تکواڼدو کې په المپیک لوبو کې د ایران میرمنې د سپینو زرو میډال ګټي. دغه سیالۍ دوام لري او هیله ده د ایران د کشتۍ او تکوانډو ټيمونه نور رنګ په رنګ میډالونه هم په غاړه کړي.