کوروناو ویروس اتویشت ورځې ژوندی پاتې کیدلی شي
(last modified Mon, 12 Oct 2020 06:45:01 GMT )
Oct 12, 2020 11:15 Asia/Kabul
  • کوروناو ویروس اتویشت ورځې ژوندی پاتې کیدلی شي

زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا هیواد محققانو وویل هغه ویروس چې د کورونا ناروغۍ سبب کیږي د بانک په نوټونو ، شیشو او بې زنګه فولادو باندې تر اتویشتو (۲۸) ورځو پورې ژوندی پاتې کیدلی شي او زیاته یې کړه کورونا ویروس له انفلونزا ویروس څخه زیات ژوندی پاتې کیږي .

دغه چارې  ضروري کړي ده چې مونږ باید زیات نظافت وکړو او لاسونه ووینځو .

د اسټرالیا د نیشنل سائنس ایجنسۍ سي ایس ایي ار او (Commonwealth Scientific and Industrial Research Organisation) محققانو دغه خبره معلومه کړه چې په شل (۲۰) سیڼي ګریډه ګرمۍ کښې کورونا ویروس په هوارو سطحو او د بانک په پلاسټیکي نوټونو ،شیشو ، او  د موبائیل ټيلي فونو  په سکرینونو باندې تر اتویشت (۲۸) ورځو پورې ژوندی پاتې کیږي .

دا په داسې حال کښې دي چې انفلونزا ای (Influenza A virus) وایروس تر اولسو (۱۷) ورځو پورې ژوندی پاتې کیږي .

 

ټیګونه