د عراق د اسلامي مقاومت ډلو د جمعې په شپه د سوریې د جولان په اشغالي سیمه باندې د صهیونیسټي رژیم په پوځي مرکزونو باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.
په مصر هېواد کې د خوږ غر لرونکی یو مشهور قاري او شیخ محمد نصر الطاروطي په یاد هېواد کې شپږ میاشتې زنداني شو.
د هندوستان په کلکته کې د میټرو ریل خدمتونو لپاره د اوبو لاندې تونل جوړ شوی چې تېره ورځ د دغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي لخوا پرانیستل شو.
ناسا اعلان کړی چې هغه کسان جذبوي چې په دوطلب ډول فضا ته تګ غواړي، د دې چارې غوښتوونکې څه ته اړتیا لري؟
د ایران چارواکي وایي، افغانستان ته د ایران د غیري نفتي توکو په صادراتو کې د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په غزه کې د خوار ځواکۍ له امله یوه بله پنځلس کلنه نجلۍ په شهادت رسیدلې.
د پاکستان دپوځ ائي ایس پي ار،په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد میرزا هم پرون په پنډئ ښار کې ددغه سمینار په پرانیستونکو دستورو ګډون وکړ.
په هندوستان کې په یوې اته ویشت کلنې سیلانۍ میرمنې د اوو هنديانو له لورې ډله ییز جنسي تیرې قضیه کې درې تنه عاملین نیول شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وایي، ټاکنې د ایران د ستر ملت اصلي ملي جشن، ملي وحدت او د یوالي سمبول دی.
د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د خبرګانو شورا د رهبرۍ ټاکنې نن سهار د دغه هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شوي.