د غزې د شهيدانو د جنازې مراسم ترسره شول
(last modified Tue, 11 May 2021 08:17:53 GMT )
May 11, 2021 12:47 Asia/Kabul
  • د غزې د شهيدانو د جنازې مراسم ترسره شول

د غزې فلسطينيانو په دغه سيمه د صهيونېسټ رژيم د هوائي حملو د شهيدانو د جنارزې په مراسمو کښې ګډون وکړ.

د العالم چېنل د رپوټ له مخې د شهيدانو د جنازې په مراسمو کښې ګډون کونکو د غزې فلسطينيانو د صهيونېسټ رژيم دغه جنايت سخت وغندۀ د فلسطيني شهيدانو د وينې د انتقام اخېستلو ګواښ  يې وکړ.

د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو بېګا د غزې د تړانګې په شمال او جنوب باندې په حملو سره د نهو ماشومانو په شمول  لږ تر لږه يويشت فلسطينيان شهيدان او له سلو زيات ژوبل شول.

د القسام کنډکونو د ضرب الاجل له ختمېدو سره په يو وخت د فلسطين د مقاومت ډلو د غزې د تړانګې په شمال کښې د صهيونېسټ رژيم په سنګرونو او صهيونېسټ مېشته ښارګي لسګونه توغندي وويشتل.

الجزيره ټي وي چېنل وويل د فسطينيانو په دغو حملو کښې تر اوسه د شپږو صهيونېسټانو د ژوبلېدو خبرونه رارسېدلي دي.

د دغه رپوټ له مخې د قدس د نيواکګر رژيم فوځ د ذخيره شويو ځواکونو اته کنډکونه راوبلل چې دا موضوع ښودنه کوي چې د حالاتو کنټرول يې له لاسه وتلے دے.

ځينو فلسطيني سرچينو له فلسطينانو سره له سختو نښتو وروسته د مسجدالاقصي له انګړونو څخه د صهيونېسټ رژيم د ځواکونو د شاتګ خبر ورکړ.پرون د مسجدالاقصی په انګړونو او نيواکي قدس شريف کښې د فلسطينيانو او صهيونېسټو ځواکونو ترمېنځ نښتو کښې لږ تر لږه اوه سوه پينځلس فلسطينيان ژوبل شول.

 

ټیګونه