د فلسطين مقاومت په تل ابيب د توغنديو باران جوړ کړ
May 12, 2021 05:46 Asia/Kabul
د فلسطين مقاومت بېګا د صهيونېسټ رژيم د حملو او جنايتونو په ځواب کښې په تل ابيب د توغنديو باران جوړ کړ.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې د فلسطين اسلامي مقاومت غورځنګ حماس فوځي څانګې د شهيد عزالدين القسام کنډکونو بېګا اعلان وکړ چې په تل ابيب او په چاپېره صهيونېسټ مېشته ښارګيو باندې يې يو سل دېرش راکټونه اورول.
د خبري سرچينو د اعلان مطابق له دغې حملې وروسته په ټول تل ابيب او چاپېره صهيونېسټ مېشته ښارګيو کښې د خطرې سائرنونه وغږېدل.
صهيونېسټان د فلسطين مقاومت دغو حملو له سختې ويرې او وحشت سره مخامخ کړي دي.
د حماس د شهيد عزالدين القسام کنډکونو وياند پرون اعلان کړے ؤ چې که صهيونېسټ رژيم د عامه خلقو په کورونو بمباريو ته دوام ورکړينو د مقاومت توغنده اي حملې به لا پراخې او سختې شي.