د سعودي په خاوره کښې دننه د يمنيانو د وروستيو عملياتو اهميت لرونکي اړخونه
(last modified Mon, 31 May 2021 12:18:50 GMT )
May 31, 2021 16:48 Asia/Kabul
  • د سعودي په خاوره کښې دننه د يمنيانو د وروستيو عملياتو اهميت لرونکي اړخونه

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د وروستيو زمکنيو عملياتو په ترسره کولو سره چې تصويرونه يې د يمن د جنګ د کمېټۍ له رسنيو څخه خپارۀ شول د سعودي د او د فوځ او د هغه د انډيوالانو او ګوډاګيانو لپاره يې ډېره ستره رسوائي او شرمناکه ماتې رامنځته کړه، په دا ډول چې د سعودي چارواکي او رسنې هم حېرانې او پرېشانې کړې دي چې ورباندې پرده نه شي اچولې.

په دغوعملياتو کښې چې په دې وروستيو ورځو کښې ترسره شوي دي، يمني ځواکونود سعودي د جنوب په جيزان سيمه کښې د سعودي د خاورې په دننه کښې په نفوذ کولو سره وکړې شول د دغه هېواد يونيم سل مربع کيلوميټره زمکه په خپل کنټرول کښې راولي او د سعودي فوځيانو او له نورو هېوادونو څخه يې  ګوډاګيو ځواکونو ته يې درانه سرتاوانونه ورسوي. په کاميابۍ سره د دغو عملياتو ترسره کېدل له مختلفو اړخونو څخه اهميت لري چې له هغو څخه ځينو ته دلته اشاره کوو:

وړومبے دا چې دغه عمليات د وخت د عنصر له لحاظه د صهيونېسټ رژيم د غزې په تړانګه باندې يې د تيري ګرۍ په وړاندې د فلسطين د مقاومت له کاميابۍ نه په لږې فاصلې سره ترسره شول او وې کړې شول يو ځل بيا تر غاښونو سنبالو فوځيانو په وړاندې د مقاومت د محور د حېرانونکي قوت او توانمنۍ ښودنه وکړي او د سيمې او نړۍ عمومي افکار د مقامت ارادې او توانمنۍ ته جلب کړي.

دويم دا چې دغه عمليات د سعودي د فوځي او سياسي چارواکو لپاره ستره رسوائي او بې عزتي وه، په دا ډول چې د سعودي فوځيانو او د هغوي د ګوډاګيانو په خپرو شويو تصويرونو کښې د هغه څه په شان چې په کمپيوټري لوبو کښې رامنځته کيږي په پرله پسې هدف ګرځي او له ماتې سره او يا هم له رعب او ويرې سره مخامخ کيږي او ځانونه له غرۀ او لوړو څخه لاندې غورزوي چې د فوځيانو او فوځي افسرانوچې په مختلفو  پرمختلليو وسلو سنبال دي د داسې تصويرونو خپرېدل د له شرمناکې رسوائۍ نه بغېر څه نه شي کېدې او په بنيادي توګه نه باور کونکې چاره ده.

دريم دا چې د دغو کاميابو او بې مخينې عملياتو تصويرونو خپرېدو له سعودي سره پېېلې رسنې له شاک او سرګردانۍ سره مخامخې کړې دي، په دا ډول چې دغو رسنيو په دغې رسوائۍ د پردې اچولو لپاره  د عراق په شان نورو هېوادونو د بدلونونو او پکښې د فتنې اچولو غټ ښودلو ته مخه کړې ده.

څلورم دا چې دغو عملياتو يوځل بيا د سعودي تيريګرو په وړاندې د يمني ځواکونو د مېړانې او جنګيالۍ روحيه په بشپړه توګه څرګنده او واضحه کړه، په دا ډول چې يمني عسکر په معمولي او پخوانيو وسلو سره په آسانۍ سره  په پرمختلليو وسلو سنبال تيريګر پرله ښکار کوي، حال دا چې دغو هېوادونو ته په ورځنيو وسلو، جنګي الوتکو او سازوسامانونو سنبالو هوائي ځواکونوملاتړ حاصل دے.

پينځم دا  چې  د دغو عملياتو نتيجې ډېر زياتې او بې مخينې دي چې سعودي ته يې درانه تاوانونه رسولي دي، په دا ډ،ل چې له دولسو ګېنټو نه په کمه موده کښې په جيزان کښې د سعودي څلوېښت فوځي اډې د يمني ځواکونو په قبضه کښې راغلې او د سعودي او د سوډان په شان د نورو هېوادونو له اتياو نه زيات افسرانو او فوځيان هلاک شول يا ونيول شول او نهويشت زغره وال ګاډي يې وسوزېدل او په ډېره زياته اندازه فوځي غنيمت مالونه يې ترلاسه شول.

شپږم دا چې په دغو عملياتو کښې سعودي ته يو ډېر مهم پېغام ورکړے شو او هغه دا چې اوس د جنګ انډول بدل شوے دے او لمن يې اوس د يمن له خاورې څخه د سعودي خاورې ته غزېدلېده او يمني ځواکونه په ښه دول په لوړې ارادې او د سعودي په خاوره کښې د جنګ د چارو د چلولو په اوچت توان سره له زمکني لحاظه او د هوائي عملياتو د ترسره کولو له لحاظه په وخت د سعودي د تاسيساتو په نښه کولو وس لري چې په دې لړ کښې د تېر خالي په ورځ د يمن د ځواکونو وياند جنرل يحيی سريع دسعودي په خاوره د نورو ډرون عملياتو د ترسره کولو خبر ورکړ او وې ويل چې په خميس مشيط کښې ملک خالد هوائي اډه يو ځل بيا د ډرون حملو هدف ګرځېدلې ده، نو ځکه سعودي پکار دے د دغو توانمنيو په درک کولو سره زر تر زره د يمن په خاوره خپلې تيريګرۍ ته خاتمه ورکړي او د يمنيانو د ارادې په وړاندې تسليم شي.

----

 

ټیګونه