د لبنان حزب الله د اسرائيلو څلور ډرون الوتکې نسکورې کړې
Jul 01, 2021 07:18 Asia/Kabul
ځينو خبري سرچينو نن سحر د لبنان د حزب الله لخوا د صهيونېسټ رژيم د څلورو ډرون الوتکو د نسکورېدو خبر ورکړ.
دعراق صابرين نيوز چېنل اعلان وکړ چې د لبنان د حزب الله ځواکونو د صهيونېسټ رژيم څلور ډرون الوتکې چې له سمندر څخه د لبنان د پائتخت بيروت ماضي سيمې ته د حرکت په حال کښې وې نسکورې کړې.
د دغه خبر په اړه لا زيات تفصيلات نه دي خپارۀ شوي.
صهيونېسټ رژيم تل د لبنان د هوائي، سمندري او زمکني حريم خلاف ورزي کوي.
صهيونېسټ رژيم همدارنګ په ځينو موقعو په سوريې باندې د حملې لپاره د لبنان له آسمانه استفاده کوي.
لبنان تل له نړيوالو ټولنو غوښتي دي چې د صهيونېسټ رژيم د دغو تېريو مخنيوے دې وکړي.