د صهيونېسټو فوځيانو په حمله کښې په لسګونو فلسطينيان ژوبل شول
فلسطيني سرچينو د صهيونېسټو فوځيانو په حملو کښې په لسګونو فلسطينيانو د ژوبلېدو خبر ورکړ.
القسطل ټيليګرامي چېنل بېګا د يو ويډيو په خبرولو سره اعلان وکړ، صهيونېسټو فوځيانو د نيواکي قدس شريف د نابلس په سړکونو د فلسطيني ځوانانو په تعقيبولو سره په هغوي حمله وکړه چې له کبله يې يو کم پنځوس فلسطينيان ژوبل شول.
د دغه رپوټ له مخې باب العامود سيمه له سخت تاوتريخوالي سره مخامخ شوې ده
دا په داسې حال کښې دي چې د تېر خالي په شپه هم په لويديځه غاړه کښې د صهيونېسټو فوځيانو او فلسطينيانو ترمېنځ نښه کښې څلور څلوېښت فلسطينيان ژوبل شوي وو.
صهيونېسټي فوځيان هره ورځ د لويديځې غاړې او نيواکي قدس شريف د فلسطينيانو په ښارونو، قصبو او کليو او د هغوي په کورونو يرغلونه کوي او د هغوي په شتمنيو قبضه کوي او فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اړوي او يا يې نيسي.