د مصر سیاستوالانو هم امریکا په سورئې کې د ترهه ګرۍ اصلی ملاتړې بللي
(last modified Mon, 08 Nov 2021 02:13:10 GMT )
Nov 08, 2021 06:43 Asia/Kabul
  • د مصر سیاستوالانو هم امریکا په سورئې کې د ترهه ګرۍ اصلی ملاتړې بللي

واشنګټن  دترکیې له رژیمه   په سورئې کې د  خپلو پلانونو اود سیسو  د اجرا لپاره  د یوه آوزار په توګه استفاده کوي ،خو  د دوي هڅه به  له ماتې سره مخامخ شي .

د مصر د الشباب ګوند مشر السید العادلي  پرون د  سورئې له سانا خبری آژانس سره په خبرو کې  ووئیل امریکا  په سورئې  کې  له ترهه ګرو او تکفیری ډلو ټپلو څخه په ملاتړ سره  ددغه هیواد ویشلو پشمول  دخپلو ویجاړونکو پلانونو داجرا لپاره  هڅه کوي .

العادلي په سورئې کې له ترهه ګرو څخه د امریکا  پټو او ښکاره ملاتړونو ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، امریکا  د  هغې ترهه ګرۍ او ویجاړونکو پلانونو  اصلی ملاتړې  ده چې  سورئې ټارګټ کړې ده .

 د مصر د الشباب ګوند مشر  په سورئې کې  د ترکیې غیر قانوني شتون ته هم اشاره وکړه او وې وئيل ، واشنګټن  دترکیې له رژیمه   په سورئې کې د  خپلو پلانونو اود سیسو  د اجرا لپاره  د یوه آوزار په توګه استفاده کوي ،خو  د دوي هڅه به  له ماتې سره مخامخ شي .

 

ټیګونه