ملایشیا د سکواش په نړیوالولوبوکې صهیونیسټي ټیم ته د ګډون اجازت ورنکړ
په راپور کې وئيل شوي دي ، د صهیونیسټ رژيم د سکواش ټولنې د سکواش نړیوال فیډریشن څخه غوښتي دي ، چې ملایشیا ډې پابنده کړي،چې په ملایشیا کې دې دغو لوبو ته د دوي د ټيم له ورتلو سره موافقه وکړي ،خو دا غوښتنه ئې رد شوې ده .
پارس ټوډې د ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ،د ملایشیا چارواکو،د ملایشیا په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره د صهیونیسټ رژيم د سواکش ټیم د واردیدو اجازت نه دی ورکړی.او دغه راز ئې له فلسطینی ملت څخه د خپل ملاتړ یوه ژمنه پوره کړې ده.
د ملایشیا حکومتي چارواکو ، دفلسطین په ملاتړ کې ، په کوالالامپور کې د سکواش په نړیوالو لوبو کې د صهیونیسټ رژيم د سکواش ټیم له ګډون سره مخالفت وکړ .
د صهیونیسټ رژيم د سکواش ملی ټیم لوبغاړو په دغو سیالیو کې چې ددسمبر له لومړۍ نیټې پيلیږی، د حاضرو څلورویشتو ټیمونو په ټول کې ددغه ټیم له شتونه د ملایشیا د ډډه کولو په نسبت خپګان ښودلی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د صهیونیسټ رژيم د سکواش ټولنې د سکواش نړیوال فیډریشن څخه غوښتي دي ، چې ملایشیا ډې پابنده کړي،چې په ملایشیا کې دې دغو لوبو ته د دوي د ټيم له ورتلو سره موافقه وکړي ،خو دا غوښتنه ئې رد شوې ده .
د سکواش نړیوالې سیالۍ د دسمبر له اومې نیټې په ملایشیا کې پیلیږي. ملایشیا د فلسطین د آئيډیال یو ملاتړی اسلامی هیواد حسابیږي .
له دې مخکې ملایشیا په کوالالامپور کې د ښاروالۍ د ودانۍ په وړانډې د فلسطین په نامې سره یو واټ هم نومولی او مخ کتنه ئې کړې ده .د ملایشیا د عبدالهادي آوانګ په مشرۍحزب اسلامی کلنۍعمومی کنفرانس (پي اې ایس) چې په ملایشیا کې د ترنګانو ولایت د حکومت مشر هم دی ، تیر کال په یوه خوله پریکړه لیک نصویبیولو سره ئې ، له صهیونیسټ رژيم سره د بحرین او متحده عربی اماراتو د اړیکو عادي کول محکوم کړي او همداراز ئې د اړیکو د عادي کولو په باب د عربی اتحادئې دریځ هم محکوم کړی دی .