د جنګ په اوږدیدو باندې د امنیت شوار د کړچار په اغیزې د یمن نیوکه
(last modified Thu, 13 Jan 2022 10:01:38 GMT )
Jan 13, 2022 14:31 Asia/Kabul
  • د جنګ په اوږدیدو باندې د امنیت شوار د کړچار په اغیزې د یمن نیوکه

د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي د یمن خلاف د سعودي ائتلاف په جنګ کښې د امنیت شورا په کړچار باندې په نیوکې سره وویل: سعودي ائتلاف جنګي جنایت وکړ خو امنیت شورا د یمن خلاف د پوځي جنګ د ختمولو توان نه لري

له ۲۰۱۵ کال څخه چې د یمن جنګ شروع شو د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي پورې د ملګرو ملتو امنیت شورا د دغه کړکیچ په هکله ۱۷ پریکړه لیکونه صادر کړي دي. خو له دې سره سره د یمن د نجاتِ ملي حکومت تل په امنیت شورا باندې اعتراض کړی دی. پّ دې وروستیو کښې هم د دغه حکومت خارجه وزیر هشام شرف د امنیت شورا پړاویز مشر عبدو آبادي ته یو لیک ولیږه.

هشام شرف په دغه لیک کښې ویلي دي چې ریاض خپل وحشیانه پوځي تیری پيل کړی او عجیبه ده چې امنیت شورا او نړیواله ټولنه د تیري ګر سعودي حکومت جنایتونه په دوامداره توګه نه غندي خو کله چې د صنعاء حکومت د ملګرو ملتو له خوا د تضمینو شویو نړیوالو قوانینو له مخې له خپلو طبیعي حقوقو کار اخلي ترڅو د د ځان او د یمن د خلکو دفاع وکړي نو په هغوي کښې ډیر ګډوډیږي.

مهم ټکی دا دی چې د امنیت شورا پریکړه لیکونو نه یوازې د یمن د کړکیچ په کمولو باندې هیڅ اغیزه نه ده کړې بلکې د دغه کړکیچ د دوام او اوږدیدو لامل ګرځیدلي دي. د یمن په هکله د امنیت شورا په پریکړه لیکونو کښې سیاست، په ډاګه پر حقوقو برتري وموندله ځکه چې دغه پریکړه لیکونه د منصور هادي د مستعفي حکومت د ملاتړ په ترڅ کښې، انصار ا... او د هغه انډیوالان غندي او د یمن خلاف د سعودي ائتلاف جنګ ته هم هیڅ اشاره نه لري.

د امنیت شورا په ګڼو پریکړنه لیکونو کښې سیاسي نظر تکرار شوی دی خو په دې لړ کښې ترټولو مهم پریکړه لیک چې د یمن خلاف د جنګ له پیلیدو راهیسې د دغه هیواد په هکله په یو ډول ترټولو مهم ګڼل کیږي، ۲۲۱۶ نمبر پریکړه لیک دی. امنیت شورا دغه پریکړه لیک د ۲۰۱۵ کال د اپریل په ۱۴ نیټه تصویب کړ چې په ۲۱ مثبتو او یوازې د روسیې په یوې سپینې راې سره امنیت شورا ته ورسیده.

په ۲۲۱۶ نمبر پریکړه لیک کښې په ډاګه د یمن د انصار ا... غندنه شوې ده، حال دا چې د یمن خلاف جنګ سعودي عرب شروع کړی و. په حقیقت کښې د دغه پریکړه لیک یو مهم ټکی دا دی چې د عربستان د نوم له اخیستو پرته یې انصار ا... تورن کړی او د هغه خلاف یې دریځنیونه کړې ده. بله موضوع دا ده چې دغه پریکړه لیک د یمن خلاف د سعودي عربستان د بمباریو د بندولو غوښتنه هم نه ده کړې. هم دغه پریکړه لیک د اوو کلونو د جنګ په دوران کښې د یمن په هکله د امنیت شورا د فعالیت او کړنلارې بنیاد ګرځیدلی دی.

بله خبره دا ده چې دغې شورا په سعودي عربستان باندې  د یمن خلاف د جنګ پیلونکي او یو داسې هیواد په توګه چې په دغه جنګ کښې یې د هیڅ ډول نړیوالو اصولو خیال نه دی ساتلی، نه یوازې هیڅ ډول بندیز نه دی لګولی بلکې د دغې شورا دائمي غړي پرې په دوامداره توګه د یمن خلاف استعمالیدونکې وسلې خرڅوي.

په دې لړ کښې له سعودي عربستان سره د امریکې د ۲۰۱۷ کال د مۍ د میاشتې ۱۱۰ میلیارډ ډالري پوځي تړون ته اشاره کولې شو.

او وروستی ټکی دا چې که څه هم امنیت شورا د یو کُل په توګه، د هغې له جوړونکو غړو څخه خپلواکه حقوقي شخصیت لري خو د هغې د غړو مختلف دریځونه لامل کیږي چې شورا د خپلې اصلي دندې په ترسره کولو کښې، د هر یو دائمي غړي له خوا د (وِټو) د حق په استعمالولو سره ناتوانه شي.

*/*/*/*/*/

 

 

ټیګونه