د سعودي ائتلاف په هوايي بریدونو کښې ۵ یمنیان وژل شوي دي
Jan 19, 2022 07:32 Asia/Kabul
د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو بیګا د یمن د مرکز مارب ولایت په الشرق سیمې باندې بمباري وکړه
د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو بیګا د یمن د مرکز مارب ولایت په الشرق سیمې باندې بمباري وکړه
د یمن المسیره چینل خبر ورکړی چې د دغې بمبارۍ له امله د دوو ماشومانو په شمول پنځه یمني ښاریز مړه شوي دي.
تیري ګر سعودي ائتلاف په دې وروستیو اونیو کښې د یمن په مختلفو ولایتونو کښې په استوګنو سیمو باندې څوڅو وارې حملې کړې دي.